انصار: (د تله۲۰مه) ، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په دغه هېواد کې د طالبانو حکومت له سفیر سره د لیدنې خبر ورکړ او ویې ویل، چې په دې کتنه کې یې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو پر هراړخیزه پراختیا، د نه ترلاسه شویو امکاناتو په پوره کولو او د نویو پروژو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د طالبانو حکومت له سفیر عبدالغفار ترهوي سره د لیدنې ویډیو خپره کړې ده.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سیدوف په تاشکند کې د طالبانو حکومت له سفیر عبدالغفار تراوي سره وکتل او د علاقې وړ مسایلو په اړه یې د نظر تبادله وکړه.
دواړو لورو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو د هراړخیز پراختیا، د نه کار اخیستلو امکاناتو په پوره کولو او د هغو نویو پروژو پر پراختیا ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه وي.
عبدالغفار په تاشکند کې د طالبانوحکومت د سفیر په توګه تر ټاکل کېدو وړاندې د هېواد په سترې محکمې کې د تحقیقاتو د څانګې د مشر په توګه دنده ترسره کوله.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33857